IQNA

له ترهه ګرۍ سره په مبارزې کې د  ایران او پاکستان  امنیتی  ملګرتیاؤ دوام ضروري دی

15:47 - April 22, 2024
د خبر لمبر: 3489087
ایکنا - د ایران د اسلامی جمهوریت  ولسمشر په اسلام اباد کې د پاکستان له لومړي وزیر  سره په ګډ خبری کنفرانس کې  له منظمو جرمنو او ترهه ګرۍ سره  د مبارزې په  زمینې کې  داسلام اباد او تهران د امنیتی ملګرتیاؤ پر دوام ټینګار وکړ.

 د ایکنانیوز د ولمسشرۍ د دفتر له قوله راپور راکړ، د اسلامی ایران ولسمشر ابراهیم ریئسي  د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف سره په ګډ خبري کنفرانس کې  د ایران د اسلامی جمهوریت  له پلاوي  څخه د  دغه هیواد   حکومت  د کوربتوب په قدرونې سره  د پاکستان  د دیندارو  او متّدیونو خلکو  په پلازمینې اسلام اباد کې  په شتون په خوښۍ ښودلو سره  ووئیل، د اسلامی انقلاب د ستر لارښود او د ایران د لوي ملت له خوا  د پاکستان  خلکو ته  چې  تل  د اسلام ، اسلامي ارزښتونو ، د فلسطین د مظلومانو  او د حق اوعدالت  دفاع کړې ده ، سلام عرض کوم.

د اسلامی ایران ولسمشر  ددې خبرې په کولوسره چې   اوس د پاکستان خوږ ملت  هم د نړۍ د نورو مسلمانو او پتمنو ملتونو په شان  دصهیونیسټي ماشوم وژونکي  رژیم  او پر نړۍ د واکمن ناعادلانه نظامه  ستړی شوی دی، زیاته کړه ، هغه څه چې نن سبا ئې ټوله نړۍ غوسه کړې ده ،د امریکا او لویدیځي  هیوادونو په ملاتړ سره ، دغزې  دمظلوم ولس  په ضد  د صهیونسټ رژیم د جنایتونو په مقابل کې  دملګروملتو او امنیت شورا پشمول په ظاهره د بشری حقوقو  مدافعو  نړیوالو اورګانونو   ناکارندوالی دی او مونږ په دې اند یوو چې  د  عدالت  غواړي او حق غواړي په لاره  کې د فلسطین  د مظلوم ولس په ملاتړ کې د ایران او پاکستان  د ولس ، اسلامی امت بلکې د درستو آزاد فکره ملتونون  په حقه دریځ  او همدراز  د مظلومو فلسطیینیانو  دمقاومت  او کلکه دریدا به ځواب  ورکړي او حتما به د نړیوال  عادلانه نظامزمینه  جوړونکي وي.

ایراهیم ریئسي  دخپلو خبرو په بلې برخې کې  ددې  خبرې په کولو سره چې  دایران او پاکستان ددوو وروڼو هیوادونو  اړیکې یوازې تر ګاونډیتوب حده نه دي،بلکې  ددیني او اعتقادي ژورو مشترکاتو او تمدني او تاریخي  اړیکو ب اندې مشتملې دي ،روښانه کړه ، هغه څه چجې   د ایران او پاکستان دوه لوي ملتونه  ئې یو ځاي ګنډلي دي ،   همدغه  اعتقادي او دیني مشترکات دي او دغه شان پيوندونه نه شلیدونکي دي.

  د  اسلامی ایران ولسمشر له ترهه ګرۍ، منظمو جرمونو ، نشه ایزو موادو او همداراز  ددواړو هیوادونو او سیمې  له ډول ډول ګواښونکو ناکراریو سره د مبارزې په زمینې کې د تهران او اسلام اباد ګډ دریځ ته په اشارې سره روښانه کړه  ،د بشری حقوقو څخه پر دفاع مشتمل دغه ګډ نظر د دواړو هیوادونون د دوو اړخیزو ،سیمه ایزو او نړیوالو ملګرتیاؤ  چورلیز دی.

د اسلامی ایران ولسمشر  په پاي کې  همداراز هیله وښودله  چې  دغه سفر  په ټولو زمینو کې  د ایران اوپاکستان  په اړیکو کې د بدلانۀ پیچومی شي.

https://iqna.ir/fa/news/4211831

captcha